د رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نوماند مایک پامپیو پرون سې شنبه د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره کتلي دي.
واشنګټن پوسټ په دې اړه راپور خپور کړی دی.
په راپور کې راغلي چې مایک پامپیو او کېم جونګ اون د ایستر د اوونۍ د رخصتیو په وروستیو کې په شمالي کوریا کې په پټه سره لیدلي دي.
وروسته روېټرز خبري اژانس هم راپور ورکړی چې یوه امریکايي چارواکي د امریکا د بهرنیو چارو نوماند وزیر مایک پامپیو او د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ لیدنه تأیید کړې ده.
ډونالد ټرمپ پرون وویل چې واشنګټن او پیونګ یانګ د لوړپوړو چارواکو په سطحه خبرې کړې دي.