د امریکا یوه پخوانۍ لومړۍ مېرمن «باربارا بوش» مړه شوه

باربارا بوش

د امریکا متحده ایالاتو یوه پخوانۍ لومړۍ مېرمن «باربارا بوش» د ۹۲ کلنو په عمر پرون ساه ورکړه.

دا خبره د بوش کورنۍ په یوه بیان کې تأیید کړه.

«باربارا بوش» د امریکا د ۴۱ جمهور رئیس جرج هربرت واکر بوش مېرمن او د جورج ډبلیو بوش مور وه.

د بوش کورنۍ په خپل بیان کې ویلي چې د باربارا بوش روغتیايي وضعه د یکشنبې په ورځ نازکه وه او په خپله‌یې د زیاتې درملنې غوښتنه رد کړې وه.

باربارا او جرج بوش د روان کال په جنورۍ کې د خپل واده ۷۳مه کلیزه هم په یوه جشن سره لمانځلې وه.

اخوا د امریکا اوسني ولسمشر ډونالد ټرمپ او مېرمن‌یې ملانیا ټرمپ په یوه بیان کې د امریکا او خپلې کورنۍ لپاره د باربارا بوش له کارونو ستاینه کړې ده.