رازق: هغه عریضه نه‎منل کېږي چې تذکره او د نوم لیکنې کارت ونه‎لري

د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي، له‎دې وروسته به په دې ولایت کې د هغه چا عریضه او نور دولتي کارونه د اجرا وړ نه‎وي چي تذکره او د رأی لپاره د نوم لیکنې کارت ونه‎لري.

د جنرال رازق په وینا د کندهار ټولو دولتي ادارو ته‌يې امر کړی چې هېڅ هغه عریضه ونه‎مني چې تذکره او د نوم لیکنې کارت ونه‎لري.

نوموړي دا څرګندونې د رأی لپاره د نوم لیکنې په یوه مرکز کې وکړې او ویې‌ویل چې په ټاکنو کې د لوی کندهار د خلکو ګډون حتمي او ضروري دی.

د کندهار امنیه قوماندان دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په کندهار کې د نوم‎لیکنې په پروسه کې د خلکو په ځانګړي ډول د ښځو ګډون پر نشت حساب دی.