برښنا شرکت: تر ۴ ورځو به کابل ته د وارداتي برښنا لېږد پیل شي

برښنا شرکت وايي، تر راتلونکو څلورو ورځو پورې به کابل ته د وارداتي برښنا لېږد بېرته پیل شي.

طالبانو څو ورځې وړاندې په بغلان ولایت کې د برښنا یوه پایه وغورځوله چې له امله‌يې د کابل برښنا په لویه اندازه اغېزمنه شوې ده.

د برښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، د سیمې مخورو له طالبانو ژمنه اخیستې ده چې له‎دې وروسته به د برښنا د انتقال بهیر نه‌خرابوي.

دی زیاتوي:

"دا ځل مو چې د قومونو د سپین‎ږیرو او مشرانو له لارې خبرې وکړې، په‎دې قناعت وشو چې له‎دې وروسته به د برښنا پایو ته زیان نه‌رسوي. د دې ضمانت سپین‎ږیرو کړی دی. موږ هم هڅه کوو چې د افغانستان د ټولو سیمو اوسېدونکو ته برښنا ورسوو."

د برښنا شرکت ویاند توحیدي وویل، په بغلان کې د نړول شوې پايې د ترمیم او بیا درولو چارې ۴۰ په ۱۰۰ کې پوره شوي دي او هیله ده چې تر څلورو ورځو به کابل ته د ازبکستان د وارداتي برښنا جریان بیا پیل شي.