د غور والي: د "بره خانه" سیمه کې تصفیوي عملیات روان دي

د غور والي ناصر خاضع

د غور والي ناصر خاضع وايي، د دې ولایت په فېروزکوه سیمه کې چېرته چې پرون سې شنبه وسله‎والو یو شمېر کسان په ډزو ووژل، تصفیوي عملیات روان دي.

د ښاغلي خاضع په وینا وسله‎والو د فېروزکوه ښار په «بره خانه» سیمه کې د یوه فلانک‎کوچ موټر ۷ سپرلۍ کوزې کړي، درې يې ووژل، دوه‌يې ټپیان کړل او دوه تنه په تېښته بریالي شوي دي.

د غور والي وايي، دا سپرلۍ د وسله‎والو طالبانو له‎خوا وژل شوي او د پېښې د پوره جزئیاتو او څرنګوالي د معلومولو لپاره د دوی پلټنې دوام لري.

هغه د دغه‌شان پېښو د مخنیوي لپاره د غور ولایت د لویو لارو د امنیت په ټینګښت ټینګار وکړ.