امریکا: باور نه‌لرو چې د پلټونکو ټیم دوما ښار ته داخل شوی وي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د سوريې د خبري اژانسونو په دې راپور باور نه‎لري چې وايي، د نړیوالو پلټونکو ټیم دوما ښار ته داخل شوی دی.

امریکا وايي، اندېښنه لري چې دوما ښار ته د کیمیاوي وسلو د استعمال د مخنیوي د سازمان د پلټونکو تر رسېدو دغلته د کیمیاوي برید شواهد له‎منځه وړل کېږي.

تر دې مخکې د سوريې دولتي رسنیو خبر ورکړ چې د کیمیاوي وسلو د استعمال د مخنیوي د سازمان پلټونکي د دې هېواد دوما ښار ته داخل شوي دي.

دوما د سوريې هغه سیمه ده چې په‎دې وروستیو کې په‎کې د مشکوک کیمیاوي برید له امله د روسيې او لوېدیځ ترمنځ اړیکې بحراني شوي.

بل لور ته د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل ویلي، سره له‎دې چې مسکو د سوريې له رژیم سره په ګډه مسؤله ده، خو د ارتباطاتو په هدف‌يې د روسيې له ولسمشر سره تماس پر ځای ساتلی دی.

مېرکل او پوتین دواړو په سوریه کې د کیمیاوي ګاز د استعمال په اړه د رښتینې پلټنې غوښتنه کړې ده.

روسیه او د سوريې حکومت دواړه ټینګار کوي چې په دوما ښار کې يې کیمیاوي برید نه‎دی کړی.