لسګونه زره کسانو د ارمنستان په پایتخت ایروان کې اعتراض وکړ

لسګونه زره کسان پرون ناوخته د ارمنستان په پایتخت ایروان کې راغونډ شول او د صدراعظم په توګه‌يې د سرژ سرکیسیان د ټاکل کېدو پر ضد مظاهره وکړه.

دا اعتراض وروسته تر هغې پیل شو چې د ارمنستان د پارلمان ۷۶ غړو د ۱۷ وکیلانو د منفي رأیو په مقابل کې سرکیسیان صدراعظم منتخب کړ.

سرژ سرکیسیان تر دې مخکې د ارمنستان ولسمشر و او یوازې اته ورځې وړاندې يې د جمهور رئیس په توګه د واک موده پای ته ورسېده.

مظاهره کوونکو د ارمنستان بیرغونه پورته کړي وو چې پرې لیکل شوي وو:

"له سرکیسیان پرته ارمنیا غواړوو."

د مظاهره‎چیانو مشر نیکول پاشینیان د ارمنستان د خلکو سوله‎ییز انقلاب اعلان کړ او سرکیسیان‌يې تورن کړ چې مشروعیت نه‎لري او د هېواد خلک ترې کرکه کوي.

د ارمنستان په یو شمېر نورو ښارونو کې هم د منتخب صدراعظم سرژ سرکیسیان پر ضد اعتراضونه شوي دي.