- حریت خپرونه
د ترکیې حریت خپرونې له دغه هېواده د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو په اړه مطلب خپور کړی دی.
د ورځپاڼې په باور، په وروستیو څو اوونیو کې نږدې اووه زره افغانان له ترکیې ایستل شوي دي.
حریت ورځپاڼې د دې افغانانو دقیق شمېر ۶۸۴۶ تنه یاد کړی دی.
ورځپاڼه لیکي، دغه پناه غوښتونکي په ۹ الوتنو کې کابل ته انتقال شوي دي.
ورځپاڼه د ترکیې د مهاجرت او پناه غوښتونکو د ادارې په وینا لیکي، په راتلونکو ورځو کې به نور افغانان چې هغوی هم اسناد نهلري له ترکیې وایستل شي.
د ترکیې د کورنیو چارو د وزارت په وینا په تېرو درېیو میاشتو کې نږدې ۲۰ زره افغانان دغه هېواد ته ورغلي دي.
د حریت ورځپاڼې په باور اکثر هغه افغانان چې ترکیهیې له خپلې خاورې شړي، هغه کسان دي چې له ایرانه ترکیې ته غیر قانوني اوښتي او اسناد هم نهلري.
د ایستلو دغه لړۍ د اپرېل له اتمې پیل شوې ده.
نږدې ۲۰ زره افغانان ترکیې ته ورغلي دي.
د ترکیې له لارې په تېرو درېیو کلونو کې ګڼ افغانان اروپا ته تللي دي.
دغه تګ اوس ورو شوی دی، خو د ځینو لوېدیځو رسنیو په وینا اروپا ته ډېر هغه افغانان تللي دي چې په خپل هېواد کې کار نهلري.
- ډیپلومات خپرونه
ډیپلومات خپرونې د افغان ډیپلومات اشرف حیدري لیکنه خپره کړې ده.
د دې مقالې په پیل کې راغلي دي چې نړیوالو ته پهکار دي چې په افغانستان کې د ترورېزم پر ضد جګړې تر څنګ اقتصاد ته هم پاملرنه وکړي.
ډیپلومات لیکي:
که څه هم د جګړې پر مهال ښوونځي نهشو جوړولی، خو له ښوونځيو پرته جګړه هم نهدرېږي.
په مقاله کې راغلي، افغانستان له نېکهمرغه د مسو، اوسپنې، لیتیم او یو شمېر نورو منرالونو پراخې زېرمې لري، نو که نړیواله ټولنه پهدغه هېواد کې پانګونه وکړي او تخنیکي مرستې ورسره وکړي لهدې سره به خلکو ته کار پیدا شي او د یاغیانو هلې ځلې به ورسره کمزورې شي.
خپرونه بیا لیکي چې له اقتصادي ودې سره په افغانستان کې د مخدره موادو مخه هم نیول کېدای شي، په تېره بیا په زراعتي ډګر کې پانګونه دې ته زمینه برابرولی شي چې بزګران د کوکنارو له کښته لاس واخلي.
ډیپلومات دا هم لیکي چې له اقتصادي ودې سره د اداري فساد مخه نیول کېدای شي، د دې لپاره چې د معاشونو له زیاتېدو سره ښایي رشوت کم شي.
ډيپلومات بیا څرګندوي چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې چې کله بهرني ځواکونه له افغانستانه وتل، نو اقتصادي وده ډېره ټیټه شوه چې له نېکهمرغه د افغانستان د حکومت اصلاحاتو په تېرو درېیو کلونو کې بېرته تر یوه بریده اقتصادي ثبات راوستی دی.
ډیپلومات لیکي:
روان کال افغانستان د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د پانګونې تړونونه لاسلیک کړي دي چې تمه ده لهدې سره په دغه هېواد کې په راتلونکو څو کلونو کې اقتصادي وده له ۲،۵، څلور فیصدو ته لوړه شي.
که څه هم اشرف حیدري د مهاجرو مسئلې ته په خپله لیکنه کې اشاره نهده کړې، خو که د افغانستان اقتصاد ښه شي، ښایي د کډوالو بهیر هم ورسره ورو شي.