د پاکستان په کراچۍ ښار کې نن یو تن هغه مهال ووژل شو چې پولیسو د قهرجنو مظاهره کوونکو د تیت او پرک کولو لپاره هوایي ډزې وکړې او اوښکې بهوونکی ګاز یې استعمال کړ.
دغه اخ و ډب په هغې مظاهره کې چې روانه اوونۍ د یوې اووه کلنې نجلۍ د ورکېدو او وژل کېدو د پېښې په وړاندې پیل شوې وه، رامنځته شو.
مظاهره کوونکو پولیس تورن کړل چې په دې پېښه کې یې بېغوري کړې ده.
پولیسو ويلي چې ۱۷ تنه چې اکثرهیې پولیس وو په نښتو کې ټپیان شوي دي.
د امیر فاروق په نوم د پولیسو یوه لوړپوړي افسر وویل چې دغه نجلۍ دوه ورځې مخکې لادرکه شوې وه چې مړی یې پرون وموندل شو.
لومړني طبي معاینات ښیي چې پر هغې جنسي تېری شوی او زندۍ شوې ده.