د پاکستان له پولې سره د مشکوکو وسلهوالو په یوه حمله کې د ایران د امنیتي ځواکونو د درې غړو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.
د ایران د دولتي ایرنا خبري اژانس د خبر له مخې د سیستان بلوچستان ایالت د سرحدي ښارګوټي میرجاوه پر یوې سرحدي پوستې په برید کې د ایران د پولیسو یو افسر ووژل شو او دوه نور سرتېري هغه مهال ووژل شول چې پر موټر یې یوه چاودېدونکې وسیله وچاودله.
ایرنا د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د ځواک د خبرپاڼې له قوله ویلي چې د ایران امنیتي ځواکونو په متقابل ځواب کې درې ترهګر ووژل.
په سیستان بلوچستان کې د ایران امنیتي ځواکونه اکثره وختونه له وسلهوالو او د مخدره موادو له قاچاق کوونکو سره په نښتو کې ښکېل شوي دي.