رادمنش: په «نصرت» عملیاتو کې لسګونه داعش قوماندانان وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د نصرت په نوم پیل شویو عملیاتو کې یې ډېرې بریاوې ترلاسه کړې دي.

د دې وزارت سرپرست ویاند جنرال محمد رادمنش ازادي راډیو ته وویل چې په دغو پسرلنیو عملیاتو کې چې د هېواد په مختلفو سیمو کې روان دي، د داعش د لسګونه قوماندانانو په ګډون له ۳۰۰ زیات ترهګر وژل شوي دي.

رادمنش زیاته کړه چې د ورځې له ۱۵ تر ۲۰ پورې عملیات ترسره کېږي او یو شمېر ولایتونه لکه فاریاب، جوزجان، غزني، زابل، فراه، کندهار او پکتیا تر اوسه د دښمن تر تهدید لاندې دي.