د انتخاباتو د عامه پوهاوي په اړه د انتخاباتو د کمېسیون هڅه!

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون چارواکي وایي چې د انتخاباتو په اړه د عامه پوهاوي د زیاتېدو په هدف‌یې له یو شمېر رسنیو سره د همکارۍ موافقې کړې دي.

د دې کمېسیون یوه غړي سید حفیظ‌الله هاشمي نن ازادي راډیو ته وویل چې دې کمېسیون له ۱۲ مشهورو ټلوېزیونونو او ۶۲ کورنیو راډیوګانو سره قراردادونه لاسلیک کړي چې خلکو ته د انتخاباتو په اړه معلومات ورکړي.

د هغه په وینا دوی به له نورو لارو هم کار واخلي چې د راتلونکو انتخاباتو په اړه د خلکو پوهه زیاته شي او په‌کې پراخ ګډون وکړي.

د انتخاباتو کمېسیون د عامه پوهاوي د زیاتېدو دغه هڅه وروسته له هغې کوي چې د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو د نوم لیکنې په بهیر کې چې له پیله‌یې درې ورځې وځي، ډېرو لږو کسانو خپل نومونه لیکلي دي.

په پام کې ده دغه انتخابات چې ډېر ځنډېدلي، د روان کال د تلې یا میزان په ۲۸مه ترسره شي.