د افغانستان د ځمکو ادارې نږدې ۱۰۰ زره جریبه دولتي ځمکه تثبیت کړې

د افغانستان د ځمکو د ادارې چارواکي وایي چې تر اوسه‌یې نږدې ۱۰۰ زره جریبه دولتي ځمکه تثبیت کړې ده.

د دغې ادارې د عامه اړیکو مسؤل او ویاند حشمت‌الله ناصري نن ازادي راډیو ته وویل چې دغې ادارې د دولتي ځمکو د معلوماتي بانک د کار له پیل راهیسې په وروستۍ یوه میاشت کې ۹۹ زره او ۲۲۴ جریبه دولتي ځمکه په ۲۸ ولایتونو کې تثبیت کړې ده.

ښاغلي ناصري زیاته کړه چې دغه بهیر د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ۱۰۷ مسلکي او باتجربه کارکوونکو له‌خوا په شدت دوام لري.

د دولتي ځمکو، ملکیتونو او جایدادونو د سروې او تثبیت لپاره د معلوماتي بانک له جوړولو هدف دا دی چې د عصري ټکنالوژۍ په مرسته په هېواد کې د ټولګټو پراختیایي پروژو او پانګونې لپاره اسانتیاوې رامنځته شي او هم د دولتي ځمکو د غصب مخنیوی وشي.

په افغانستان کې په تېره بیا د دولتي ځمکو غصب یوه عمده ستونزه ده او ویل کېږي چې په دې هېواد کې د زورواکانو له‌خوا د یو میلیون او ۳۰۰ زره جریبه غصب شوې ځمکې ډېره برخه‌یې دولتي ده.