چارواکي په غور کې د وسلهوالو په حمله کې د شپږو ملکیانو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د غور د امنیه قوماندانۍ ویاند اقبال نظامي ویلي چې په دې پېښه کې چې نن سهار د غور مرکز فیروزکوه ته نږدې شوې، څلور تنه نور ټپیان دي.
نظامي ټول قربانیان هزارهګان ښودلي چې د ده په وینا په یوه موټر کې له هراته غور ته په لاره وو.
د غور د ولایتي شورا یوه غړي عبدالحمید ناطقي ازادي راډیو ته وویل چې دغه پېښه نن سهار د غور له مرکزه ۳۵ کېلو متره لیرې د بره خانه په سیمه کې شوې چې په نتیجه کې یې د موټر شپږ سپرلۍ وژل شوي او درې تنه نور ټپیان دي.
د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي هم پېښه تأیید کړه، خو ویېویل چې په اړهیې تر اوسه زیات جزئیات نهشته.
تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت چا په غاړه نهدی اخیستی، خو په غور کې وسلهوال طالبان او د اسلامي دولت نومې ډله یا داعش دواړه فعال دي چې په دې ولایت کې د مخکېنیو حملو مسؤلیتیې په غاړه اخیستی.