د کندهار چارواکي: پاکستان ته د پنبې د صادرولو ستونزه حل شوې

د کندهار ولایت د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مسؤلین وايي، پاکستان ته د افغانستان د پنبې د صادرولو ستونزه حل شوې ده.

د دغې خونې مرستیال فضل‎الحق مشکاني نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل، پاکستان ویلي و چې د افغانستان پنبه دې له لابراتور وروسته، دغه هېواد ته راوړل شي.

د ده په خبره په‎دې اړه د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ډاډ ورکړی چې د هېواد په شمال او جنوب لوېدیځو ولایتونو کې یې د پنبې د محصولاتو د ارزونې لپاره مجهز لابراتوارونه نصب کړي دي.

د ښاغلي مشکاني په خبره پاکستان شااوخوا درې میاشتې د افغانستان د پنبې اخیستل ځنډولي و چې له امله‌یې په کندهار او هلمند ولایتونو کې شااوخوا ۴۰ زره ټنه پنبه ذخیره شوې وه چې دغه ځنډ د پنبې بیه په ۱۰۰ کې پنځوس راټیټې کړې دي.