د سوریې دولتي ټلوېزیون وايي، د دې هېواد د هوايي مدافعې ځواک هغه توغندي شنډ کړي او لهمنځه یې وړي دي چې پرون شپه د الشعیرات د هوايي اډې پر لور توغول شوي وو.
د سوریې دولتي ټلوېزیون د حمص پر سیمه ویشتل شوي توغندي، پر دې هېواد یرغلیز اقدام بللی، خو په خپل راپور کې یې نهدي ویلي چې د چا لهخوا توغول شوي وو.
روېټرز خبري اژانس د پنټاګون د ویاند ایریک پاهون له قوله خبر ورکوي چې نوموړی وايي، د امریکا پوځ په سیمه کې دا مهال پوځي فعالیت نهلري.
اسرائیلو له دې مخکې د سوریې د جګړې په ترڅ کې هغه ملېشې په نښه کړې دي چې ایرانیې ملاتړ کوي او د سوریې د ولسمشر بشار اسد له ځواکونو سره اوږه په اوږه جګړه کوي.
د پرونۍ حملې په اړه د اسرائیلو پوځ له تبصرې ډډه وکړه او ویلي یې دي چې نهغواړي د دې ډول راپورونو په اړه څه ووايي.