د غرني ولایت سیمهییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز او مقر ولسوالۍ کې د نښتو او بریدونو پر مهال ۴ افغان سرتېري او ۱۶ وسلهوال طالبان وژل شوي، ۳ افغان سرتېري او ۱۳ وسلهوال طالبان نور ټپيان دي.
د والي محمد عارف نوري نن سې شنبه ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه شااوخوا ۱۲ بجې د دغه ولایت مرکز اړوند خشک سیمه کې د عامه نظم پر مېشتو امنیتي پوستو وسلهوالو طالبانو ډلهییز برید کړی چې پر مهالیې یو د عامه نظم سرتېری وژل شوی او یو بل هم ټپي دی.
نوموړی وايي، په یادو بریدونو کې وسلهوالو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو په خبرهیې چې د کره شمېر په اړه معلومات نهلري.
ښاغلی نوري زیاتوي چې تېره ورځ شااوخوا ۳ بجې د دغه ولایت مقر ولسوالۍ
اړونده د محمود چمبران او چمبران په سیمه کې د وسلهوالو طالبانو او ولسي پاڅون کوونکو ترمنځ نښتې شوې دي چې پر مهالیې ۲ ولسي پاڅون کوونکي او یو سیمهییز پولیس او ۱۶ وسلهوال طالبان وژل شوي او ۳ ولسي پاڅون کوونکي او ۱۳ وسلهوال طالبان هم ټپیان دي.
نوموړی وايي، د یادو وسلهوالو طالبانو یو شمېر مړي هم د جګړې په سیمه کې پاتې شوي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ولسي جرګې یو شمېر غړو د غزني ولایت پر امنیتي وضعیت اندېښنه ښودلې او له مرکزي ادارې یې غوښتنه کړې وه چې یاد
ولایت ته جدي پاملرنه وکړي.