په ننګرهار ولایت کې امنيتي ځواکونو د داعش وسلهوالې ډلې د امر باالمعروف مسؤل نیولی دی.
د هسکې مېنې ولسوالۍ یوې باوري سرچینې ازادي راډيو ته ويلي چې د داعش وسلهوالې ډلې د امر باالمعروف مسؤل منور چې مشهور په حذیفه دی، د سې شنبې په سهار وختي د هسکې مېنې ولسوالۍ امنیتي ځواکونو لهخوا نیول شوی دی چې ترې پلټنې روانې دي.