موګرېني: تر اوسه پر ایران د بندیزونو پر زیاتولو موافقه نه‌ده شوې

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو پرون دوشنبه یو وار بیا له ایران سره د اټمي موافقې چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې لاسلیک شوې وه، ملاتړ وکړ.

هغوی په لوکزامبورګ کې په دې اړه خبرې وکړې او د سوریې په کړکېچ کې د لاس درلودلو له امله‌یې پر ایران د بندیزونو لګولو وړاندیز هم رد کړ.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشرې، فدریکا موګرېني پرون دوشنبه وویل چې تر اوسه پر ایران د بندیزونو پر زیاتولو موافقه نه‌ده شوې.

د موګرېني په وینا، په راتلونکو څو ورځو یا اوونیو کې به د سوریې په کړکېچ کې د ایران د رول په اړه بحث وشي.