د افغانستان ولسمشر امنیتي ځواکونو ته دستور ورکړی چې د ټولو قول اردوګانو د غوښې د مصرف لپاره د کوچیانو مالونه په مناسبه بیه واخلي.
د ارګ خبرپاڼه وايي، جمهور رئیس اشرف غني پرون دوشنبه د هرات، بادغیس، جوزجان، فاریاب له قومي مشرانو او د کوچیانو له استازو سره وکتل او پر ستونزو یې خبرې ورسره وکړې.
کوچیانو د نورو ستونزو تر څنګ د وچکالۍ له امله د خپلو څړځایونو له کمېدو او اقتصادي کمزورتیا شکایت کړی دی.
د ارګ خبرپاڼه وايي چې ښاغلي غني امر کړی چې د کوچیانو د اقتصادي ملاتړ لپاره به امنیتي ادارې تر دې وروسته د کوچیانو مالونه په مناسبه بیه اخلي.
هغه ژمنه کړې چې د څړ ځایونو په تړاو د ستونزو حل تقریباً یو کال وخت غواړي، خو ژمنهیې کړې چې د مالدارۍ له پیاوړي کېدو سره د مرستې لپاره به د ترکمنستان له ولسمشر سره خبرې وکړي.