د کورنیو چارو وزارت: په فراه کې ۴۰ تنه وسله‎وال طالبان وژل شوي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په فراه کې د ۴۰ تنه وسله‎والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړ.

په وژل شویو کسانو کې د وسله‎والو طالبانو څو پېژندل شوي قوماندانان شامل دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند، نجیب دانش پرون دوشنبه ازادي راډیو ته وویل، د فراه په پشت رود ولسوالۍ کې د یکشنبې په شپه پوځي عملیات پېل شوي دي.

نجیب دانش وویل:

"په وژل شوېو کسانو کې ابراهیم جریر، ملا بصیر او حافظ نېکپال شامل دي چې د هغوی د ډلې مشران وو. هغوی په عملیاتو کې له خپلو ۳۷ وسله‎والو سره یوځای وژل شوي دي."

د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل چې وژل شویو وسله‎والو په پشت‎رود ولسوالۍ او د فراه په نورو سیمو کې د امنیت خرابولو هڅې کولې.

وسله‎والو طالبانو پر دې مسئله خبرې نه‎دې کړي.