د ارمنستان د حکومت مخالفو فعالانو نن دوشنبه د پلازمېنې ایروان یو شمېر سړکونه بند کړي او د دغه هېواد د صدراعظم په توګهیې د پخواني ولسمشر سرژ سرکسیان د انتخابېدو پر پلان اعتراض وکړ.
د ارمنستان پولیسو د اپوزېسیون نننی لاریون غیر قانوني اعلان کړ او ویېویل چې هغوی د خلکو د ازاد تګ راتګ حق تر پښو لاندې کړی دی.
د اپرېل په ۱۳مه هم زرګونه کسان په ایروان ښار کې په اساسي قانون کې د بدلونونو په اعتراض کې لارو کوڅو ته راووتل.
د دغو بدلونونو له مخې چې د ۲۰۱۵ کال په ډسمبر کې تصویب شول، د ولسمشر واک کم او د صدراعظم واک پیاوړی کېږي.
د ارمنستان واکمن جمهوري غوښتونکی ګوند، سرژ سرکسیان د دغه هېواد د صدراعظم په توګه نومولی دی.
ټاکل شوې چې د دغه هېواد پارلمان د اپرېل پر ۱۷مه په دې اړه رأیګیري وکړي.