په ارزګان کې د یوه طالب قوماندان په ګډون ۵ وسله‌وال وژل شوي

د ارزګان ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د افغان پوځ په عملیاتو کې د طالب قوماندان ملا اسدالله په ګډون، ۵ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

په ارزګان ولایت کې د څلورمې پلې لوا ویاند جګړن جان نصرتي ازادي راډيو ته وویل چې دغه عملیات په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د خاص ارزګان ولسوالۍ اړوند سیمو کې تر سره شوي دي.

نوموړی وايي، دغه‌راز په یاده ولسوالۍ کې پر وسله‌والو طالبانو خپل ماین چاودنه کړې چې په ترڅ کې یې یو تن وسله‌وال مخالف وژل شوی او دوه نور
ټپیان شوي دي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.