په کندز کې د ۳۳ رغنیزو او پراختیايي پروژو کار پیل شو

په کندز کې د څه باندې ۸۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۳۳ رغنیزو او پراختیايي پروژو کار پیل شو.

د کندز د کلیو بیارغونې او پراختیا رئیس انجنیر دوست محمد ریحان له ازادي راډیو سره د خبرو پر مهال وویل چې دغه پروژې د دې ولایت د قراول تپې شااوخوا په ۳۳ کلیو کې د ولسي تړون پروګرام له مخې پلې کېږي.

نوموړي زیاته کړه چې په دغو پروژو کې د ۴۱۲۲ مترو په اوږدوالي سره، استنادي دېوالونه، د ۹۳ کېلو مترو په اوږدوالي سره، پر سړکونو جغل اچونه او یو شمېر نورې ټولګټې پروژې شاملې دي.

په ورته وخت کې د کندز والي عبدالجبار نعیمي په خپلو خبرو کې وویل چې د دغو پروژو په پلي کولو سره به د سیمې سلګونه تنه بې‌کاره خلکو ته د کار زمینه برابره شي او سربېره پر دې، له دغو پروژو په ګټې اخیستو سره به ۵۵۸۱ کورنیو ته د ژوند اسانتیاوې رامنځته شي.

د چارواکو په خبره، په راتلونکو شپږو میاشتو کې به د ولسي تړون برنامې له لوري د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۱۶۶ شوراګانو په چوکاټ کې، د ۲۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د خلکو د لومړیتوبونو پر اساس، د یو شمېر لویو او وړو پروژو کار پیل شي او له کبله به‌یې د خلکو ستونزې ورسره هوارې شي.