چارواکي: د کابل-استانبول د صادراتو هوايي دهلېز پرانیستل کېږي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، راتلونکې میاشت به د کابل او استانبول ترمنځ د صادراتو هوايي دهلېز پرانیستل شي.

د دغې خونې د عامل پلاوي رئیس عتیق‌الله نصرت وویل، دا کار کولای شي د افغانستان او ترکيې ترمنځ سوداګري چې په دې وروستیو کې يې حجم کم شوی دی ډېره کړي.

افغانستان له دې وړاندې هم له هندوستان سره ورته هوايي دهلېز پرانیستی چې تېر کال‌يې له لارې په وخت هغه هېواد ته افغاني حاصلات او محصولات ورسېدل.

د افغانستان او ترکيې ترمنځ دا وخت د ۴۰۰ میلیونه ډالرو سوداګري ده چې ډېره برخه‌یې واردات جوړوي.

خو افغان حکومت هڅه کوي چې د صادراتو له ډېرېدو سره په هغه هېواد کې خپلو محصولاتو او تولیداتو ته ښه بازارونه پیدا کړي.