ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې په پکتيا کې د جلغوزو د پروسس او بستهبندۍ دوه مرکزونه جوړ شي.
دا خبره د پکتیا د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر ډاکتر عبدالنصیر علمیار نن دوشنبه ازادي راډيو ته وکړه.
نوموړي وویل، د دغو مرکزونو لګښت د کرنې او مالدارۍ وزارت او د خصوصي سکټور په مرسته ورکول کېږي.
د يادولو وړ ده چې سږ کال د پکتيا د جلغوزو په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله ۲۰ فيصده زياتوالى راغلى دى.