په هلمند ولایت کې مخابراتي شبکې بندې شوي

په هلمند ولایت کې مخابراتي شبکې بندې شوې دي.

په هلمند ولایت کې د تېرې ورځې راهیسې ټولو خصوصي مخابراتي کمپنیو خپل فعالیت پرېښی دی او تر امر ثاني پورې نه‌شي کولای خدمتونه وړاندې کړي.

ویل کېږي یادو ټیلیفوني شبکو ته وسله‌والو طالبانو د فعالیت د بندېدلو امر کړی دی.

دم‌ګړی یوازې سلام شبکه کار کوي چې د ډېر لوډ یا ګڼې ګوڼې له امله مناسب خدمتونه نه‌شي وړاندې کولای.

دا چې په دې اړه د هلمند چارواکي څه وايي بشپړ راپور یې د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي رااوروي:

Your browser doesn’t support HTML5

د داعي راپور