سپینه ماڼۍ وايي، په سوریه کې د امریکا مأموریت بدل شوی نه‎دی

سپینه ماڼۍ وايي، په سوریه کې د امریکا مأموریت بدل شوی نه‎دی او ولسمشر ډونالد ټرمپ غواړي امریکايي سرتېري، څومره چې ژر ممکنه وي، هېواد ته ستانه شي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سندرز وویل، موږ په سوریه کې په بشپړه توګه د داعش د ماتولو هوډ لرو چې د دې ډلې د بیا پورته کېدو مخه ونیول شي.

سارا سندرز وویل، واشنګټن له خپلو سیمه‎ییزو متحدانو تمه لري چې د سیمې د امنیت لپاره خپل پوځي او مالي مسؤلیتونه ادا کړي.

تر دې مخکې په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هیلي وویل چې په سوریه کې د متحده ایالاتو د پوځ مأموریت بشپړ شوی نه‎دی او امریکايي سرتېري به په اوس وخت کې له دې هېواده ونه‌وځي.

بل لور ته د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون پرون یکشنبه وویل، ده ولسمشر ډونالد ټرمپ ته قناعت ورکړ چې په سوریه کې د اوږدې مودې لپاره ښکېل پاتې شي.