پوتین: د سوریې د رژیم پر ضد د لوېدیځ بریدونه کړکېچ لا زیاتوي

د روسیې ولسمشر ګواښ کړی چې د سوریې د رژیم پر ضد د لوېدیځ هر ډول اضافي بریدونه نړیوال کړکېچ لا پسې زیاتوي.

د کرملېن د بیان له مخې ولادیمیر پوتین دې خبرې ته پرون یکشنبه له خپل ایراني سیال حسن روحاني سره په ټیلیفوني تماس کې اشاره کړې ده.

د ایران او روسیې ولسمشرانو ویلي چې پر سوریې د امریکا، فرانسې او بریتانیا د شنبې ورځې بریدونو نړیوال قوانین نقض کړي او په سوریه کې یې د کورنۍ جګړې د سیاسي حل‌لارې فرصتونه سخت زیانمن کړي دي.

امریکا، بریتانیا او روسیې د شنبې په شپه د سوریې د رژيم په څو پوځي تأسیساتو او د کیمیاوي وسلو د تولید په فابریکو راکټي بریدونه وکړل چې په خبره‌یې د اسد رژیم د اپرېل په ۷مه په دوما کې ۴۳ ملکیان په کیمیاوي وسلو وژلي دي.