د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د قزاقستان چارواکو ته ویلي چې د خبریالانو او رسنیو له ځورونې دې لاس په سر شي.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې چې مرکز یې په نیویارک کې دی، په خپله وروستۍ اعلامیه کې ټینګار کړی چې قزاقستان باید د «ارټل وېبپاڼې» او «فوربس مجلې» له ګواښولو او ځورولو لاس واخلي.
پولیسو په الماتي ښار کې د روانې اپرېل میاشتې په دوهمه نېټه د دغو دوو رسنیو په دفترونو یرغل وروړ، کمپیوټر او اسناد یې ورضبط کړل او د خبریالانو کورونهیې هم تلاشي کړل.