د غور معترضین: ښاروالۍ او د کانونو اداره بې‌ځایه پیسې اخلي

په غور ولایت کې پرون یکشنبه یو شمېر خلکو په‎دې اړه اعتراض وکړ چې په خبره‌یې ښاروالۍ او د کانونو اداره ترې بې‌ځایه پیسې اخلي.

اکثر دا معترضین د لاریو چلوونکي وو چې ویل‌یې د یوه موټر د انتقال لپاره څو ځایه پیسې ورکوي.

دوی د غور د ملي امنیت د ودانۍ مخې ته اعتراض وکړ.

خو د غور ښاروالۍ وايي، د ښاري خوندیتوب په نوم له‌دې موټر چلوونکو ډېرې کمې پیسې اخلي چې اوس به هڅه وکړي، نوره هم د دې پیسو اندازه راکمه کړي.