ترکیه د افغانستان د پوهنې په برخه کې ۵ میلیونه ډالره پانګونه کوي

ترکیې ژمنه کړې چې د افغانستان د پوهنې د سیستم د ښه‌والي لپاره پنځه میلیونه ډالره پانګونه کوي.

ترکي چارواکو ویلي چې دا پيسې به ډېری په افغانستان کې د هغو نجونو د تعلیم په برخه کې ولګوي چې له تعلیمه بې‌برخې پاتې دي.

د ترکیې «ټي. ار. ټي» ټلوېزیون ته پرون د ترکیې د پوهنې د بنسټ یوه مسؤل مجیب‌الداغ ویلي چې سږ کال به د ځینو ښوونځیو د ظرفیت په لوړولو او له ترکیې د ۱۲۰ روزل شویو ښوونکو په راوړلو سره هڅه وکړي چې د افغان نجونو د ښه تعلیم زمینه برابره کړي.