غني: ترکیه د پانګونې او خصوصي سکټور په برخه کې ښې تجربې لري

د افغانستان جمهور رئیس وايي، ترکیه د پانګونې او خصوصي سکټور په برخه کې ښې تجربې لري او افغان دولت په‎دې برخه کې ترې ګټه پورته کولای شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون یکشنبه دا خبره د ترکیې د اقتصاد وزارت د مرستیال فتح متين په مشرۍ د ترکي پانګه‎والو له یوې ډلې سره په لیدنه کې وکړه.

د ولسمشر د ویاند دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي پرون شپه ازادي راډیو ته وویل چې په ارګ ماڼۍ کې د دې لیدنې پر مهال ترکي پلاوي په افغانستان کې د پانګونې لپاره لېوالتیا وښوده.

دی وايي:

"ترکي پلاوي لېوالتیا وښوده چې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي. افغانستان هم د ترکیې له پانګونې ملاتړ وکړ."

د ښاغلي مرتضوي په خبره افغان ولسمشر همداراز د پانګونې لپاره د هر ډول اسانتیاوو د برابرولو ژمنه وکړه.