عرب‎لیګ: سوریه کې دې د کیمیاوي وسلې استعمال وپلټل شي

عربي ټولنې په سوریه کې د کیمیاوي وسلې د استعمال په اړه د پلټنو غوښتنه کړې ده او په عرب هېوادونو کې يې د هغه څه چې د ایران لاسوهنه بلل شوې ده، غندنه وکړه.

عرب مشران پرون یکشنبه په سعودي عربستان کې یوه ورځ وروسته تر هغې راغونډ شول چې امریکا، فرانسې او بریتانيې په سوریه کې د مشکوک کیمیاوي برید په عکس‎العمل کې پر دغه هېواد هوايي او راکټي بریدونه وکړل.

عرب‎لیګ په خپله اعلامیه کې پر ایران د لا نورو بندیزونو او له یمن او سوريې يې د ایراني ملېشو د وتلو غوښتنه کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي، د عرب هېوادونو غندنه پر عربي ټولنه د سعودي عربستان د فشار نتیحه ده.