په کونړ کې ښځې وايي، دوی به په راتلونکو ټاکنو کې د برخې اخيستلو لپاره تذکرې اخلي او د نوم لیکنې مرکزونو ته به ځې، څو ملي ګټو ته ژمن کسان خپل استازي وټاکي .
په کونړ کې ښځې وايي، په ټاکنو کې د برخې اخيستلو لپاره چې د نوم لیکنې کوم مرکزونه او محلونه جوړ شوي، اکثره يې د نارینه وو په لېسو او جوماتونو کې دي چې دوی ورته نشي تللی.
دوی د ټاکنو کمیسيون له مسؤلینو غواړي چې دغه مرکزونه د نجونو ښونځیو یاهم نورو مناسبو ځایونو ته انتقال کړي، څو دوی په ډاډه زړه هلته لاړې شي او خپل نومونه ولیکي.
دوی دا هم وايي چې اکثره خویندې تذکرې نه لري او حکومت ته پکار ده چې د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې مرکزونو سره نېږدي د تذکرو د وېش دفترونه هم پرانیزي چې دا ستونزه يې هم هواره شي.
په کونړ کې په داسې حال کې ښځې د یو شمېر ستونزو سربېره بیاهم په ټاکنو کې د برخې اخيستلو لپاره چمتووالی نیسي چې تېره ورځ په ټول هېواد کې د نوم لیکنې نوې پروسه پیل شوه.