سوریې ته د امریکا خبرداری

د امريکا متحدو ايالتونو خبردارى ورکړ، که دمشق بيا د کيمياوي وسلو حمله وکړي نو امريکا ورباندې د حملې لپاره پوره چمتووالى لري.

دا خبردارى په داسې حال کې ورکول کېږي چې د امريکا متحدو ايالتونو او متحدانو يې لکه فرانسې او بريتانيا پرون شنبې پر سوريې هوايي حملې پيل کړې.

دغه هوايي حملې د سوريې له خوا د هغې مشکوکې کيمياوي حملې په ځواب کې پيل شوې چې تېره اوونۍ يې په نتيجه کې د لسګونو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شو.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا پرون شنبې د روسيې هغه پېشنهاد رد کړى چې پر سوريې هوايي حملې په کې د يوه خپلواک دولت په وړاندې غيرموجه تهاجم بلل شوى و.

روسيه د سوريې له کليدي متحدانو ګڼل کېږي.

د سوريې په اووه کلنه کورنۍ جګړه کې د ولسمشر بشارالاسد د حکومت پرضد د ميزائيلو دا حملې د غربي قدرتونو له خوا د پام وړ بريد ګڼل کېږي.