د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په پام کې لري چې په ۱۶ ولایتونو کې د ممیزو ۴۰۰ خونې جوړې کړي.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د دغه پروګرام له لارې په تېرو دوو ورځو کې ۱۰ ممیز خونې په فاریاب ولایت کې بشپړې شوي او د بڼوالو په واک کې ورکړل شوې دي.
د نوموړي په خبره، دغه خونې په ولایتونو کې د انګورو د ساتنې او د ممیزو د ساتنې په هدف، په هغو ولایتونو کې جوړېږي چې د انګورو حاصلات په کې ډېر دي.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، د ممیزو دغه خونې به د بڼوالو او بزګرو د اقتصادي وضعيت د پیاوړتیا لامل شي او بهر ته د ممیزو صادرات به ډېر شي.