د دایکنډي په اشترلي ولسوالۍ کې د بیارغوني درې پروژې پلې کېږي

د دایکنډي ولایت په اشترلي ولسوالی کې د بیارغونې درې پروژې چې پکې د یوه ښوونځي ودانۍ او دوه استنادي دېوالونه شامل دي، پلې کېږي.

د دغه ولایت مسؤلین وایي چې په دوو بیا رغنیزو پروژو یې ۶۶ میلیونه افغانۍ لګېږي.

د دایکنډي د والي ویاند علي اکبر ناطقي نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل، د ښوونځي د ودانۍ په جوړېدو سره به ۱۱۰۰ زده کوونکو ته د زده کړې خوندي چاپېریال او د استنادي دېوالونو په جوړېدو سره به سلګونه جریبه ځمکه د سېلابونو له ګواښ څخه وژغورل شي.

د ناطقي په وینا، د یادو پروژو د بشپړېدو کار د ۱۷ میاشتو په موده کي سرته رسېږي او بودجه د نړیوال بانک په همکارۍ د اوبو او برښنا وزارت له خوا ورکول کېږي.