چارواکي: په ارزګان کې د هوايي بریدونو پرمهال ۱۰ وسله ال وژل شوي

د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ، چورې او خاص ارزګان ولسوالیو کې د افغان پوځ په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۷ نور ژوبل شوي دي.

د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند یحی علوي وايي، د خاص ارزګان ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د افغان هوايي ځواکونو بمباریو کې د وسله والو طالبانو دوه پټن ځایونه په نښه شوي چې په مهال یې ۸ تنه طالب وسله وال وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

علوي دغه راز وايي چې په مرکز ترینکوټ او چورې ولسوالۍ کې بیا د ځمکنیو عملیاتو په مهال د طالب سرګروپ ملا سیف الله دوه تنه جنګیالي وژل شوي او درې نور ټپیان شوي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.