د سوریې د چارو څارونکې ډله وايي، د دغه هېواد شمال چاودنې لړزولی

د سوریې د چارو یوه څارونکې ډله وايي چې د دغه هېواد شمال، چاودنې لړزولی دی.

په دې سیمه کې د سوریې پلوي ایراني او شیعه ځواکونه مېشت دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي، د دې چاودنې چې پرون شنبه وشوه، علت یې لا څرګند نه دی، خو کېدای شي چې هوايي حمله یا تصادفي چاودنه وي.

د دې ډلې مشر رومي عبدالرحمان ویلي، د چاودنې سیمه په دې مشهوره ده چې هلته د سوریې د رژیم ملاتړي ایرانیان او افغان ملېشه ځواکونه مېشت دي.