په سرپل کې پر یوې پوستې حمله کې ۱۱ تنه پاڅون‎وال وژل شوي

په سرپل ولایت کې پر یوې پوستې د دولت د وسله‎والو مخالفینو په حمله کې ۱۱ تنه پاڅون‎وال وژل شوي دي.

د سرپل د ولایتي شورا رئیس محمد نور رحماني نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل، وسله‎والو طالبانو تېره شپه ۱۱ بجې د سنګچارک ولسوالۍ په تیبیر کلي کې پر ۴۵مې پوستې برید وکړ.

د ښاغلي رحماني په وینا په پوسته کې ټول موجود کسان چې ولسي پاڅون‎وال وو، وژل شوي دي.

وسله‎والو طالبانو تراوسه پورې په‎دې اړه څه نه‎دي ویلي.