د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د بریدونو پرمهال ۵ پولیس او ۷ وسله وال طالبان وژل شوي او ۵ پولیس او ۵ وسله وال طالبان ټپيان شوي دي.
د والي ویاند محمد عارف نوري نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل چې وسله والو طالبانودغه بریدونه تېره شپه شااوخو ۱۱نیمې بجې د دغه ولایت د جغتو ولسوالۍ په قیاق دره کې د سیمه ییزو پولیسو پر مېشتو امنیتي پوستو کړي او په خبره یې چې وروسته د دواړو خوا ترمنځ نښته رامنځته شوې چې د سهار تر ۵ نیمو بجو یې دوام کړی دی.
نوموړی وايي چې وروسته سیمې ته سمدستي له مرکزه کومکي سرتېري تللي چې هغوی هم د وسله والو طالبانو تر برید لاندې راغلي چې یادو کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې.
دی زیاتوي چې بېرته افغان ځواکوانو د وسله والو طالبانو یاد بریدونه په شاتمبولي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ویلي.