د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ د ولسي حرکت ښځینه غړو د طالبانو څخه د سولې غوښتنه تازه کړه.
د لښکرګاه د پرلت د خېمې سره د ښځو تر یوځای کېدلو وروسته په ګرشک ولسوالۍ کې هم د پرلت خېمې ته ښځې ورغلي دي او د وسله والو نه د سولې غوښتنه کوي.
د لښکرګاه د پرلت د خیمې مسؤلینو د ثور د میاشتې په درېیمه نېټه د ۵۰ زره کسېزې غونډې له پاره د خلکو د راټولېدلو غوښتنه کړې ده.
د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي په هلمند کې د پیل شوي ولسي حرکت څخه د راپورونو په لړۍ کې ګرشک ولسوالۍ ته تللی دی بشپړ راپور یې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5