۸ مصري سرتیري او ۱۴ سخت‎دریځي په سینا وژل شوي

اته مصري سرتیري او ۱۴ سخت‎دریځي وسله‎وال پرون شنبه په سینا سیمه کې په یوه نښته کې وژل شوي دي.

د مصر د اردو د یوه بیان له مخې سخت‎دریځو چې ځینو یې انتحاري واسکټونه په تن وو په یوې پوستې برید وکړ.

د بیان له مخې څلورو بریدګرو انتحاري حمله وکړه چې اته سرتېري یې ووژل او ۱۵ نور یې ټپیان کړل.

د مصر تر انتخاباتو وروسته چې یو ځل بیا عبدالفتاح السیسي د ولسمشر په توګه د خپلې څوکۍ په ساتلو بریالی شو، دا په مصري پوځیانو تر ټولو لویه حمله بلل شوې ده.