لسګونه زره کسانو د هنګري په پلازمېنه بوداپست کې مظاهره وکړه.
د دغې مظاهرې ترسره کوونکو ویل چې د انتخاباتو غیر عادلانه سیسټم د صدراعظم ویکتور اربان د بیا بریالي کېدو لامل شوی دی.
اربان تېره اوونۍ د درېیم ځل لپاره د صدراعظم په توګه وټاکل شو.
مظاهره چیانو د "موږ اکثریت یو" تر شعار لاندې د انتخاباتو د رأیو د بیا شمېرلو، د انتخاباتو د قانون د بدلېدو او له مطبوعاتو د ملاتړ غوښتنه وکړه.
دوی اربان د ډموکراسۍ په ورکولو او هم د رسنیو په ځپلو تورنوي.
صدراعظم ویکتور اربان په دې هم تورن شوی چې د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره ډېره ملګرتیا پالي.
د اربان تر ټاکل کېدو وروسته اروپايي ټولنې له هنګري وغوښتل چې د دې ټولنې له ارزښتونو ملاتړ وکړي.