په کندز کې د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې بهېر پیل شو

په کندز کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکونو لپاره د نوم لیکنې بهېر پیل شو

د کندز والي عبدالجبار نعیمي په داسې حال کې چې د دې ولایت د یوشمېر دولتي ادارو چارواکي ورسره ملګري وو، د ولایت مقام ته نېږدې د نوم لیکنې مرکز ته ورغی او نوم لیکنه یې وکړه او دغه بهېر یې رسماً پیل کړ.

ښاغلي نعیمي پر خلکو غږ وکړ چې د راتلونکې ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخاباتو کې د برخې اخیستو په هدف، خپل نومونه ثبت کړي او په دغه ملي بهېر کې برخه واخلي.

د والي په خبره چې په دغه ملي بهېر کې هیچاته د لاسوهنې اجازه نه ورکوي او که څوک د مداخلې هڅه وکړي، د قانون په رڼا کې ورسره چلند کوي.

له دې سره سم د دې ولایت اوسېدونکي د راتلونکو ټاکنو لپار د نوم لیکنې له بهېر څخه هرکلی کوي.

په کندز کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو لپار په داسې حال کې د نوم لیکنې بهېر پیلېږي چې د خلکو په وینا، اوس مهال ددې ولایت پراخې سیمې د وسله والو مخالفينو ترواک لاندې دي او دغې مسئلې د خلکو پر وړاندې ډېرې اندېښنې زېږولې دي.