د بغلان پولیس وايي، د دې ولایت په ډنډ غوري ولسوالۍ کې پر وسله والو خپل ماین چاودلی چې له امله ۹ وسله وال وژل شوي او پنځه ژوبل دي.
د بغلان د امنيه قوماندان جنرال اکرام الدین سریع نن خبریالانو ته وویل دا چاودنه هغه مهال شوې چې وسله والو غوښتل ماین جوړ کړي.
په همدې حال کې د امنیه قوماندانۍ ویاند ذبیخ الله شجاع نن ازادي راډیو ته دغه راز وویل چې د بغلان د دوشي ولسوالۍ او پلخمري ترمنځ لویه لاره کې د پولیسو او وسله والو ترمنځ جګړه روانه ده.
نوموړي وویل د جګړې له امله دا لویه لاره د ټرافیکو پر مخ تړل شوې ده.
وسله والو طالبانو تر اوسه د بغلان د امنیتي پېښو په اړه څه نه دي ویلي.