د هرات پولیسو په تېره یوه اوونۍ کې څلور تنه د مخدره موادو د قاچاق په تور نیولي دي.
د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد وليزاده د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا کسان په درېیو بېلابېلو پېښو کې د هرات ښار او دې ولایت ته غځېدلو لویو لارو کې نیول شوي دي.
ښاغلی وليزاده زیاتوي:
"د هرات د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې پولیس په تېره یوه اوونۍ کې توانېدلي چې د ۳۷ کېلو ګرامه هیروئینو، ۷۰۰ ګرامه شیشې او پنځه کېلو ګرامه چرسو د قاچاقو مخه ونیسي او په دې تور نیول شوي کسان د قانون منګولو ته وسپاري."
د هرات پولیسو په یوه بله پېښه کې نږدې یو میلیون پاکستانۍ کلدارې نیولي چې د مخدره موادو له عایداتو څخه ترلاسه شوي او له جلالاباد ښار څخه هرات ته د حوالې له لارې انتقال شوې وې.