د افغانستان دفاع وزير پرون د هندوستان له ځينو عالي رتبه چارواکو سره د پوځي همکاريو پر زياتېدو خبرې وکړې.
د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست وياند بريد جنرال محمد رادمنش ازادي راډيو ته وويل چې ډګرجنرال طارق شاه بهرامي د هندوستان له بهرنيو چارو او کورنيو چارو وزيرانو او لوى درستيز سره خبرې کړې دي:
"د افغانستان دفاع وزير هلته خصوصاً د ښوونې او روزنې، دغه راز د هند پر ځينو نورو پوځي همکاريو د خبرو لپاره کتنې درلودې، هند په راتلونکي کې د ښوونې او روزنې دغه راز پوځي- خصوصاً هوايي ځواک په برخه کې افغانستان ته د نورو همکاريو ډاډ ورکړى دى."
د هندي رسنيو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزيرې سوشما سواراج د يوه سوله ييز، خوندي، باثابته او متحد افغانستان لپاره د ولسمشر غني د حکومت د روانو هڅو د ملاتړ ډاډ ورکړى دى.
هندوستان تېره اوونۍ اعلان وکړ چې په پام کې لري په نږدې راتلونکي کې څلور Mi-24 ډوله ترميم شوې الوتکې افغان امنيتي ځواکونو ته وسپاري.