د هرات چارواکي وايي، په شينډنډ کې د تشکيل شويو پاتې دوو ولسواليو په فعالېدو سره به په سيمه کې امنيتي وضعيت ښه شي.
افغان حکومت تېر کال پر پنځو ولسواليو د شينډنډ د ويشلو پرېکړه منظور کړه.
دغه پنځه ولسوالۍ دي، شينډنډ، زيرکوه، پشت کوه، کوه زور او زوال چې له دې جملې تر اوسه درې ولسوالۍ رسماً فعالې شوې دي.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد وايي د دوو نورو ولسواليو په فعاليت سره به په سيمه کې امنيتي وضعيت ښه شي:
"د دوو نورو ولسواليو په فعالېدو سره په سيمه کې نور پوځيان او نور امکانات زياتېږي؛ دا کار کولاى شي په مجموع کې د شينډنډ وادي د ولسواليو د امن په ټينګښت کې مرسته وکړي."
په شينډنډ ولسوالۍ کې وړمه شپه پر يوه پوسته په حمله کې د نږدې ١٠ افغان پوځيانو د وژل کېدو خبر ورکړل شو.
تر دې مخکې په دې سيمه کې د افغان پوځيانو د پوځي عملياتو خبرونه هم ورکړل شوي دي.